ټولنه

خبرتيا

کابل باختر د مرغومي  يوويشتمه :
دحج او اوقافو وزارت خبرتيا
دکابل ښار  دناحيو دبيت الله شريف دحج ټولو متقاضيانو ته  چې په  ١٣٩٦ کال اويا په راتلونکو کلونوکې   دحج دفريضې داداکولو نيت  ولري  خبر ورکول کيږي  چې د نوم ليکنې او دحج  دلګښت دلومړي قسط  پيسو  دتحويلولو په مقصد دتابعيت دتذکرې له اصل سره او دهغه  له دوو  کاپي ګانو  او درې پرڅلوراوسني  ظاهري اتو عکسونو او له پنځه سوه امريکايي ډالرو اويا په افغانيو دهغه له معادل سره  دروان کال  دمرغومي دمياشتې  له پنځه ويشتمې نيټې  دشنبې له ورځې څخه  د سلواغې  تر پنځلسمې نيټې پورې په زړو مکروريانوکې دخوشحال دتيلو تانګ تر څنګ  دمرنجان غونډې  په لمنه کې  دمرکز زون  دحاجيانو مرکز ته  دخپلو سندونو دبشپړولو په خاطر  ورشي .
دبريښنايي پاسپورت  دلرلو په صورت کې  هغه له ځان سره ولري .
دکابل ولايت دولسواليو دحج  غوښتونکي دې دکابل ولايت  دحج اواوقافو رياست او دنورو ولايتونو دحج غوښتونکي دې په خپلو اړوندو ولايتونوکې دحج او اوقافو  رياستونو ته په ټاکلې موده  دپورتنيو ټکو په رعايتولو سره  ورشي .
  ديادونې وړ ده چې متکرر حاجيان  يعنې هغه کسان چې يوځل يې  فرضي حج  اداکړى وي  نور په دغه بهير کې نه منل کيږي .
خوداچې ديوې ښځې دشرعي محرم په توګه چې تراوسه پورې حج نه وي کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته