کابل / دتلې ٢٣مه /باختر :
دشبرغان ښار په سلګونو اوسيدونکو په يو عمومي حشر کې له دغه ښار څخه دوه سوه ټنه کثافات راټول کړل .
دباختراژانس دخبرله مخې، دغو اوسيدونکو نن دشبرغان په څلورو ساحو کې په رضاکارانه ډول کثافات راټول او له ښار څخه يې بهر ولېږدول .
دغه حشر دچاپيريال ساتنې دادارې او ښاروالۍ په لاره واچوله . چې پکې مدني ټولنې چې پکې دافغاني سرې مياشتې ټولنې او په سلګونو تنو رضاکارانو او دکاندارانو ګډون وکړ .
دجوزجان دچاپيريال ساتنې د ادارې رييسې خجستې قيام تلاش وويل چې په دغه حشر کې دعرب خانې ، مالبازار ، يکه باغ ، او دشبرغان ښار ختيح او دښار دننه سيمې دکثافاتو له شتون څخه پاکې شوې .
ختم_ سعيده _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل