فرهنګ

په بغلان کې د بيان د آزادۍ د پياوړتيا په موخه يوه غونډه جوړه شوه.

پلخمري  باختر دوري دمياشتې ١٩ نيټه  :
د بغلان خبريالانو پرون په يوه غونډه کې د بيان د ازادۍ په پياوړتيا باندې ټينګار وکړ.
د باخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛ په هغې غونډه کې چې په همدې موخه په دغه ولايت کې  د دولتي ادارو د ځينو مسوولانو   او د ملي او نړيوالو خبريالانو په ګډون  په دغه ولايت کې  جوړه شوې وه ، برخه والو  د خبريالانو ترمنځ د همغږۍ په ودې ، دبيان د آزادۍ په پياوړتيا  او په دغه ولايت کې دخبريالانو او  رسنيو دستونزود څېړنې په باب خبرې وکړې.
په دې غونډه کې  دبغلان ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست داطلاعاتو آمر همايون رستمي  خبريالان  د دموکراسۍ   او د بيان  آزادۍ  د ممثلانو په توګه  وبلل   او په خپل وخت  او په  کره توګه په خبر رسولو باندې يې ټينګار وکړ.
په دې غونډه کې پريکړه وشوه چې د خبريالانو د ستونزو د لرې کولو په مقصد دې  د بغلان له والي سره  يوه غونډه  جوړه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته