نړۍ

په روسيه کې دپوتين دلوړي دمراسمو له پرځاې کيدوسره جوخت څلور ورځې رخصتي اعلام شو

روسيه ډيلي تيلګراف   دکب دمياشتې ٢٧ :

ولاديمير پوتين دخپلي لوړي دمراسمو له امله په دغه هيواد کې څلور ورځي دملي ورځو په توګه رخصت اعلام کړي .

دغه مراسم  چې دروان ميلادي کال دمي دمياشتې له شپږمې نيټي څخه ترنهمې نيټې پورې پرځاى کيږي دمې دمياشتې په نهمه نيټه  ددويمې نړيوالۍ  جګړي دبرياليتوب او دمې دمياشتې په اوومه نيټه دروسيې دجمهوررييس ولاديمير پوتين دلوړي مراسم پکي شامل دي .

 دډيلي تيلګراف  ورځپانې په ليکنه پوتين  دروسيې  ددولت  په يوه غونډه کې وويل  زياتره خلک  دزياتو رخصتيو غوښتنه کوي  ځکه چې کولاي شي خپلو کروندو او بڼونو ته لاړشي .

ولاديمير پوتين  چې له ١٩٩١ ميلادي کال څخه تر ٢٠٠٨ ميلادي کال پورې دوه دورې  دروسيې جمهور رييس و دروان کال دکب دمياشتې  د١٤نيټې دجمهوري رياست په انتخاباتو کې  په سلو کې د ٦٢ رايو په ترلاسه کولو سره  ددريم ځل لپاره دروسيې  دجمهوررييس په توګه وټاکل شو

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته