سیاستاقتصاد

د هېواد د کرنیزو محصولاتو لپاره د بازار موندنې او د هغو د صادراتو په خاطر غونډه جوړه شوه

کابل / د مرغومي لومړۍ / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ د هېواد د کرنیزو محصولاتو لپاره د بازار موندنې او د هغو د صادراتو په اړه غونډه، تېر ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې غونډه کې چې د کرنې، اوبو لګونو او مالدارۍ او مالیې وزارتونو او د یو شمېر نورو اړوندو ارګانونو مسوولینو حضور درلود، د وچې او تازه مېوې د پروسس او صادراتو لپاره د هېواد په څلورو زونونو کې د کرنیز کمپلکس د ایجاد په اړه بحث او خبرې وشوې.
همدا راز څرګنده شوه چې د کرنیز کمپلکس ایجاد دې له قندهاره پیل او وروسته دې د هېواد په نورو زونونو کې تطبیق شي.
په دې غونډه کې د مارکېټ پېژندنې او دا چې دغه مارکېټونه د افغانستان کومو کرنیزو محصولاتو ته اړتیا لري، هم بحث وشو.
جمهوررییس د یادو مسوولینو د نظریاتو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته وویل: له خصوصي سکتور سره دې کار وشي چې وتوانېږو د صادراتو په ځانګړي ډول د افغانستان د کرنیزو توکو د صادراتو کچه لوړه کړو.
جمهوررییس غني زیاته کړه: متحده عربي امارات، قطر، کوېټ او سعودي عربستان زموږ د کرنیزو محصولاتو لپاره ښه مارکېټونه دي. هغه ټینګار وکړ چې لومړی دې زموږ د کرنیزو محصولاتو ډېټابیس ایجاد او د صادراتو او وارداتو کچه مشخصه شي.
جمهوررییس وویل: د افغانستان کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي په برخه کې د خصوصي سکتور له ظرفیت څخه باید غوره استفاده وشي.
د هېواد جمهوررییس د اوبو مدیریت چې د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي لامل ګرځي او همدا راز د هغو د صادراتو معیارونه مهم وبلل ويې ویل: حکومت دې له خصوصي سکتور سره یو ځای په دې برخه کې کار وکړي.#
پای / وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته