کابل باختر دوري دمياشتې ١٤ :
هغه کميسيون چې د لاجوردو د لارې د پرانستلو په موخه جوړ شوى دى؛ نن خپله څلورمه غونډه د ګډو ګټو د هېوادونو په چاروکې د جمهور رئيس د خاص استازي او د جمهوري رياست د لومړي مرستيال د سترسلاکارمحمدشاکرکارګر په مشرۍ جوړه کړه .
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
ددغه کميسيون غړو د آقينه بندر په جوړولو پورې د اړوندو مسئلو او په هغو پورې د مربوطو موضوعګانوپه باب خبرې وکړې.
په دې غونډه کې محمد شاکر کارګر د لاجوردو لاره په اوږد مهال کې زموږ دهېواد د اقتصاد لپاره ډيره ارزښتناکه وبلله او ويې ويل: موږ بايدخپلې ټولې هڅې وکارو چې د لاجوردو د لارې د پرانستلو مراسم په ښه توګه پرځاى شي.
په دې غونډه کې پريکړه وشوه چې د فوايد عامې وزارت دې د دغې طرحې او ډيزاين او د طرحې د اجرا کولو د ټول لګښت په باب په راتلوونکې غونډه کې رپوټ وړاندې کړي.
0 1 دقیقه لوستل