سیاست

محمدکريم خليلي د نورستان ولايت د ولايتي شورا له غړو او مخورو سره وکتل

کابل باختردمرغومي ديرشمه :
د نورستان د ولايتي شورا يو شمېر غړو او د دغه ولايت مخورو نن له غرمې وروسته  د جمهور رييس له مرستيال محمدکريم خليلي سره وکتل.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې چې په ملي شوراکې د نورستان دخلکو ځينې استازي هم حاضر وو؛ برخه والو ددغه ولايت د خلکو د ځينوسيمه ئيزو ستونزو او اړتياوو په باب خبرې وکړې او د نورستان د خلکو د غوښتنو او اړتياوو د څيړنې لپاره يې د دولت او د اړوندو ادارو د پاملرنې غوښتنه يې وکړه.
برخه والو لومړى د نورستان ولايت له هغو خلکو سره د مرستې او همکارى په کار کې چې د طبيعي پيښو له امله زيانمن شوي دي؛ د افغانستان له حکومت او له پيښو سره د مبارزې له ملي کميټې څخه قدرداني وکړه او ويې ويل چې دغه ولايت ته له پيښو سره دمبارزې دملي کميټې له خوا د درې زره ټنو خوراکي توکو بيلول په نورستان ولايت کې د طبيعي پيښو له امله له زيانمنو شويو کسانو سره دمرستې لپاره پرځاى او مناسب اقدام دى .
دوى له پيښو سره دمبارزې دملي کميټې دمرستو په ارزښتناک بللو سره دنورستان ولايت په مستحقوکسانو د دغو خوراکي توکو په ويش کې د اړوندو ارګانونو په دقيقې څارنې باندې ټينګار وکړ او ددغه ولايت دخلکو د غوښتنو او مطالباتو د څيړنې په لاره کې يې د افغانستان د دولت د زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
وروسته د جمهور رييس مرستيال او له پيښوسره د مبارزې د ملي کميټې رييس محمدکريم خليلي برخه والو ته دښه راغلاست دويلو په ترڅ  کې دهيواد په بېلابېلو ولايتونوکې دخلکو دغوښتنو او ستونزو څيړنې يواساسي لومړيتوب وباله او ويې ويل: له پيښو سره د مبارزې ملي کميټه هلې ځلې کوي چې دطبيعي پيښو په برخه کې د هيوادوالو ستونزو ته په ځواب کې په خپل وخت او اغيزمن غبرګون وښيي .
ده وويل: له پيښو سره د مبارزې ملي کميټې د خوراکي توکو د کمښت په دليل  د نورستان دخلکو ستونزو او اړتياوو ته په پاملرنې سره درې زره ټنه خوراکي توکي دغه ولايت ته بيل کړي دي .
دده دڅرګندونوله مخې: د دغوتوکو د ليږدونې لګښت هم ورکړ شوى دى او توکي دغه ولايت ته ليږول شوي دي.
ده په عادلانه ډول د نورستان په خلکو د دغو مرستو په ويش او په ملي شوراکې ددغه ولايت د خلکو استازو په څارنې باندې د ټينګار په ترڅ کې هيله وکړه چې ددغوتوکو بيلول وکولى شي د خوراکي توکو د کمښت په برخه کې د نورستان د خلکو يوه برخه ستونزې او اړتياوې لرې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته