امنیت

په غزني کې د طالبانو بريدونو کمښت موندلى دى

کابل باختردچنګاښ دمياشتې٣٠ نيټه :   
د غزني ولايت پوځي مسوولينو په دغه ولايت کې د وسله والوطالبانو د بريدونو  د زيات کمښت خبر ورکوي.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :
د غزني ولايت دامنيې قوماندانۍ د امنيت آمر رمضان محسني پرون رسنيو ته وويل: له څو ورځو راپه  دې خوا د غزني ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليوکې  د وسله والو طالبانوکوم جدي بريد نه دى ليدلى .
ده وويل: ددغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې  په تېره بيا په ناوې ولسوالۍ کې  د وسله والوطالبانو د کليدي کسانو وژل کيدل، دهوايي بريدونو زياتوالى او د پوليسو يرغليز عمليات د دې سبب شوي دي چې په دغه ولايت کې د طالبانو  بريدونه کمښت ومومي.
دا په داسې حال کې ده چې تر تيرو څو ورځو پورې وسله والو طالبانو په پر له پسې ډول په غزني په امنيتي پوستو بريدونه ترسره کول.
پاىج  ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته