امنیت

اووه ويشت تنه ياغي طالبان ووژل شول

کابل باختر  د غبرګولي  ١٩ :
په تيرو ٢٤ساعتوکې د افغان اونړيوالو ځواکونو دګډو چاڼيزو عملياتو په  بهيرکې اووه ويشت تنه ياغي طالبان ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
دغه عمليات چې دملي اردو ، ملي امنيت او د ايتلاف دځواتکونو په همکارۍ
د سرپل  ، بلخ  ، ميدان وردګو، غزني ، پکتيا ، هرات  او دهلمند د ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شوي و؛ اته تنه ياغيان ټپيان  او ٢٥ تنه نور ياغيان دهيواد امنيتي ځواکونو له خوات ونيول شول.
دغه عمليات دياغيانو له شتون څخه ددغو سيمو دپاکولو په مقصد ددغو ولايتونو  په مربوطاتوکې ترسره شوي و.
ددغوعملياتو په بهيرکې يوه اندازه سپکې او درندې وسلې هم دپوليسو د ځواکونو لاسته ورغلې دي .
دغه راز دپوليسو ځواکونو د خوست، بادغيس او دننګرهار د ولايتونو په مربوطاتوکې  اته ماينونه  کشف اوشنډکړل.
دغه ماينونه نوى دياغي طالبانو له خوا د ورانکارو اوتروريستي عملونو دترسره کولو په مقصد ځاى پرځاى شوي و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته