-بيجينګ باختر دزمري اتلسمه :
دچين په جنوب سيچوان ولايت کې سخته زلزله دکابو ١٣ تنو دوژنې او دڅه ناڅه ١٧٥ تنه نورو دټپي کيدو سبب شوې ده .
دامريکا دځمکې پيژندنې ادارې دخبرله مخې، دريکتر په مقياس د ٧ درجو په سختوالي دغه زلزله دسيچوان ولايت په شمال کې وشوه او ځينو رسنيو ويلي دي چې ښايي ددغې زلزلې له امله دسردزيان شمير لوړ شي .
دسيچوان ولايت په زلزلې کيدونکي سيمه کې پروت دى او په دغه ولايت کې دتيرکال دزلزلې له امله څه ناڅه ٨٠ زره تنه ووژل شول .
دتيرې شپې زلزله دسيچوان ولايت دمرکز چنګدو دشمال دکابو ٣٠٠ کيلومتري واټن کې او دځمکې په لس کيلومتري ژورتيا کې وشوه .
دفرانسې خبري اژانس په چين کې دناتارونو دکمښت، د ملي کميټې له خولې خبر راکړ چې ښايي په دې زلزله کې څه ناڅه سل تنه وژل شوي او ١٣٠ زره کورونه زيانمن شوي دي .
دچين په رسنيو کې ځينې خپاره شوي خبرونه ددې څرګندوني دي چې سيلانيان هم په وژل شويو کسانو او ټپيانو کې شامل دي .
دسينهوا دخبري اژانس دخبرله مخې، دچين جمهور رييس شي جين پينګ دټپيانو دژغورنې لپاره دبيړنيو مرستو دترسره کولو لپاره دهراړخيزو هڅو غوښتنه وکړه .
0 1 دقیقه لوستل