سیاست

دننګرهارولايت په ګوشتې ولسوالۍ دپاکستان دپوځي تعرض په باب د افغانستان دبلوڅانو دسمون دسرا سري شورا اعلاميه .

کابلباختردثور١٧
دننګرهارولايت په ګوشتې ولسوالۍ دپاکستان دپوځي تعرض په باب د افغانستان دبلوڅانو دسمون دسرا سري شورا اعلاميه .
زموږ ګران هيواد افغانستان دټولو ميشتو قومونو ګډ کور دى او په ټولو پيښو کې په هيواد باندې په متحد ډول او په ګډ سنګر کې د بهرنيو تيريو پرخلاف دريدلي دي .
لکه څنګه چې زموږ ټول هيواد وال خبر دي چې پا کستاني پوځيان له کلو نو کلونو را په ديخوا د افغانستان د خلکو پرخلاف په توطيه کې دي او په دې وروستيو وختو کې دننګر هار ولايت دګوشتې ولسوالۍ په پوستو دپاکستاني پوځيانو تيريو زور اخيستي دي چې د هيواد رښتينو بچيانو دځان په ډاډمنې دفاع سره تيري کوونکو ته ثابته کړې ده چې افغانان په ملي يووالي اوپيوستون سره په يوه سنګر کې دي .
دافغانستان دبلوڅانو سراسري شورا د هيواد دنورو قومونو ترڅنګ دخپل ګران هيواد په دفاع کې ځان شريک بولي اود هيواد دپولو له دفاع سره خپل ملا تړ اعلاموي اود هيواد دميړني بچي محمد قاسم دشهادت له ا مله دده کورنۍ او ټولو هيواد والو ته دډاډګيرنې مراتب څرګندوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته