ټولنه

په سالنګونوکې دواورې اورښت دوام لري

کابل باختر دليندي اتمه
  له تيرو څليرويشتو ساعتونو څخه تراوسه پوري په سالنګونوکې  دواوري اورښت دوام لري  او پنځه  ديرش سانتي متره واوره شوې ده .
  دسالنګونو دساتنې او څارنې مسوول جنرال  رجب  دباختر اژانس خبريال ته وويل  په سالنګونوکې  دواوري اورښت  له پرو ن ورځي  راپديخوا دوام لري او په  جنوبي سالنګ کې  پنځه ديرش سانتي متره او په شمالي سالنګ کې  پنځلس سانتي متره واوره شوې ده  اودواورې اورښت  لاتراوسه پوري دوام لري .
  جنرال رجب زياته کړه  چې  له تيلري وسايطو پرته ټول وسايط کولي شي  د چاينونو او دژمنيو وسايلو په کارولو سره په سالنګونوکې  تګ راتګ وکړي .
ده دسوداګرۍ  او صنايعواو دترانسپورت او دهوايي چلند له وزارتونو ، دترافيکو له موظفينو ، ملي سوداګرو او دهيواد له خصوصي متشبثينو څخه وغوښتل چې په سالنګونوکې دتيلري وسايطو دتګ راتګ  مخه ونيسي  ځکه  دژمې دواوري داورښت  په فصل کې په هيڅ صورت  تيلري وسايطو ته په سالنګونوکې  دتګ راتګ  اجازه نه ورکول کېږي .
  دغه راز ده  دوسايطو  له خاوندانو او هغو سپرليو څخه چې په سالنګونوکې  تګ راتګ کوي  وغوښتل  چې په ژمنيو جامو او وسايلو سمبال وي  او ددغې لويې لاري دموظفينو  په لارښوونه دې عمل وکړي او له کومې ستونزي سره  دمخامخ کېدو  په صورت کې دې  له دغو موظُفينو څخه  مرسته وغواړي .
   ديادونې وړ ده چې نن کابل او  دهيواد زياتره ولايتونه دواورې دلومړى اورښت  شاهدان و 
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته