سیاست

د ستندرد د عالي شوراغونډه نن له غرمې وروسته جوړه شوه

کابل باختردسلواغي دولسمه :
د ستندر د عالي شورا غونډه نن له غرمې وروسته د جمهور رييس د مرستيال او د دغې شورا د رييس محمدکريم خليلي په مشرۍ جوړه شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: ددغې غونډې په پيل کې د ستندرد دلوى ادارې لوى رييس ددغې ادارې د اجرااتو په اړوند غونډې ته يو لنډ رپوټ وړاندې کړ.
د ده دڅرګندونو له مخې: دڅه دپاسه سلو ملي ستندردونو بشپړول، د خوراکي توکو د بډاى کولو په برخه کې د لومړنيو ملي ستندردونو برابرول، د هيواد په شپږو بندرونوکې د ستندرد د ملي ادارې د نمايندګيوجوړول او په نږدې راتلوونکى کې د ساختماني توکو او د ځينو نورو موادو د څلورو لابراتوارونو پيل ددغې ادراې له ډيرو مهمو اجرااتو څخه دي.
ددغې غونډې دکار په دوام دڅه دپاسه سلو ملي ستندردونو په باب چې د ستندرد د ادارې له خوا برابر شوي و؛ وڅيړل شول. کميټې دې ته په پاملرنې سره چې ستندردونه په تخنيکي کميټوکې په هر اړخيزه توګه څيړل شوي دي؛ دغه ستندردونه تاييدکړل .
په دغو ستندردونوکې دنفتي توکو په برخه کې اته پنځوس ستندردونه ، د نساجي په برخه کې پنځلس ستندردونه، د خوراکي توکو په برخه کې څوارلس ستندردونه او د ساختماني توکو، د ژوندانه د چاپيريال او د مترولوژي په برخوکې ديارلس ستندردونه شامل دي.
دغونډې په بله برخه کې د نفتي توکو د چاڼخونو دمحصولاتو دکيفيت د څارنې د لايحې او د نفتي توکو د آزمايښت دګرځنده لابراتوار د فعاليت د لايحې په باب هراړخيزې خبرې اوڅيړنې وشوې.
دغونډې غړو دغه راز په دې اړوند خپلې يولړ نظريې او وړانديزونه طرحه کړل.
کميټې د نفتي توکو د چاڼخونو د محصولاتو د کيفيت د څارنې لايحه تاييدکړه .
دغه راز د نفتي توکو د آزمايښت د ګرځنده لابراتوار د فعاليت لايحه په اصولوکې تاييد کړه او غړي يې موظف کړل چې د يوې اوونۍپه دننه کې دې خپل پيشنهادونه په ليکلي ډول د انسا ادارې ته وړاندې کړي.
د ستندرد عالي شورا، د ستندرد ملي ادارې ته دنده وسپارله چې د جيوکم د نړيوالې کمپنۍ نمايندګۍ چې د دغې ادارې ترڅارنې لاندې د افغانستان په شپږو بندرونوکې يې د نفتي توکو د آزمايښت سمبال لابراتوارونه جوړکړي دي؛ ډير ژر په فراه ولايت کې هم جوړکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته