ټولنه

په پکتيا کې ٧٥٠٠ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې

ګرديزباختردچنګاښ ٢٩ مه
د پکتيا په مرکز ګرديز ښار کې ٧ زره ٥٠٠ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې.
چارواکي وايي چې د برېښنا ياده شبکه د آسيا پرمختيايي بانک په مالي ملاتړ د څه د پاسه څلور ويشتو ميليونو امريکايي ډالرو په لګښت رغول شوې ده.
د پکتيا والي شميم خان کټوازي د باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې د يادې شبکې په فعالېدو سره د ګرديز ښار زياتو سيمو ته برېښنا ورکړ شوه .
هغه ډاډ ورکړ چې په نږدې راتلونکې کې به د ګرديز ښار نورو برخو ته هم برېښنا ورسول شي.
د يادونې وړ ده چې ياده شبکه ۱۴۵۰۰ کورنيو ته د برېښنا رسولو وړتيا لري او د انجليک ساختماني شرکت یې چارې پر مخ وړي.
پاىوصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته