فرهنګ

اعلامیه

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٩
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو له لاري د ایراني چارواکو هغه څرګندوني څارلي، چي له مخي یې ویل شوي چي ایران او ترکیه د مولاناجلال الدین محمد بلخي مشهور اثر مثنوي معنوي، د یونیسکو د نړیوالو کلتوري میراثونو په لیست کي له خپلو اړخونو، په ګډه ثبتوي.
اطلاعاتو او فرهنګ وزرات په  دې هکله په افغانستان کي د یونیسکو د استازولۍ سره خبري کړي خو د یونیسکو د ادارې څخه ترلاسه سوي معلومات ښيي چي په دې هکله تر اوسه کوم اقدام نه دی سوی.
د موضوع د بهرني اړخ او نورو هیوادونو سره د اړیکو اصل ته په کتو، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دا اندېښنه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ته په مکتوبي ډول استولې تر څو په فرانسه کي د افغان سفارت له لوري، د یونیسکو د مرکزي دفتر سره همږغي وسي او نورو هیوادونو ته د افغانستان د ویاړونو د منسوبېدلو مخه ونیول سي.
په بلخ کي زېږېدلی، مولاناجلال الدین محمد بلخي د افغانستان ویاړ دی. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپلو ویاړونو د هرړاخیز درناوي، ستایني، پالني او خوندیتوب دنده لري. د یونیسکو په ګډون د نړۍ د کلتوري میراثونو په هر لیست کي به د هیواد د نورو ویاړونو ترڅنګ، د مولاناجلال الدین محمد بلخي نوم د افغانستان اړوند ثبتېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته