نړۍ

په يمن کې دپنځلسو عسکرو وژل کيدل.

صنعا نيوزنو  باختر دتلې دمياشتې ٢٧
ديمن دابين په سيمه کې په يوې پوځي اډې کې پرون دځانمرګي بريد له امله څه ناڅه پنځلس تنه يمني سرتيري  ووژل شول .
دچين سينهوا دخبري آژانس دخبرله مخې :  دغه بريد ديو موټر بم په واسطه ترسره شو چې  اتلس تنه نور پکې ټپيان شول .
ديمن په جنوب کې ميشت دعربو په ټاپو وزمه کې دالقاعده څانګه دالقاعده ډيره خطرناکه ډله پيژندل کيږي چې په بريدونو لاس پورې کوي.
په يمن کې دبې پيلوټه امريکايي الوتکې بريدونه د زمري  له مياشتې څخه  له هغه  وروسته چې په صنعا کې امريکا خپل سفارت دامنيتي ګواښونوله امله وتاړه زيات  شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته