امنیت

پنځه ويشت طالبان په روزګان کې د پوځیانو په بریدونو کې ووژل شول

ترینکوټ / دکب/ ۱۸/ باختر
پنځه ویشت وسله وال طالبان په روزګان کې د پوځیانو په هوايي اوځمکنيو بریدونو کې ووژل شول اولس تورټپيان شول .
دغه طلبان تېره شپه د دهراوود ، چهار چینو او د ترینکوټ په ښار کې د پوځیانو پر پوستو د برید په وخت کې په ځمکنیو او هوایی بریدونو کې ووژل شول.
دهېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره وایی چې په دغو بریدونو کې ۲۵ وسله وال طالبان ووژل شول او ١٠ نور ټپیان شول.
د رارسېدلو خبرونو له مخې، پر پوستو د طالبانو د بریدونو په وخت کې ځمکنیو او هوایی قوتونو یو ځای پر یرغلګرو بریدونه وکړل.
طالبانو په دې اړوند څه نه دي ویلي .
د یوبل خبر له مخې، پوځیانو د ٢٠ ماینونو په کشفولو سره په روزګان کې د یو لړ چاودنو مخه ونیوله .
د دغو ماین ښخونو په اړوند څوک نه دي نیول شوي . پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته