پل علم باختردسلواغې دمياشتې ١٥ :
د ملي اردو ځواکونو پرون د وسله والو مخالفينو د دافع هوا يو توپ دلوګرولايت دسرخ آب په سيمه کې ترلاسه کړ.
باخترآژانس ته د لوګر ولايت د همغږى د مرکز دمعلوماتو له مخې : دغه توپ هغه وخت د ملي اردو دځواکونولاس ته ورغى چې وسله والو مخالفينو غوښتل دغه توپ د بابوس له کلې څخه د لوګر ولايت د محمداغې ولسوالۍ د سرخ آب کلې ته وليږدوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ په همدې ساحه کې درې سوه بوري امونيم نايتريټ سره کشف او ترلاسه شوې وه.
0 د یوې دقیقې څخه لږ