کابل باختر د ليندي يوولسمه :
دهيواد دسنوکر په ملي ټيم کې شپاړلسو نويو څيرو غړيتوب ترلاسه کړ.
دسنوکر فدراسيون رييس محمد عزيز اعظمي دباختراژانس خبريال ته وويل: دغو نويو څيرو دکابل اودهيواد دپنځو ولايتونو ددوه ديرشو تنو ورزشکارانو ترمنځ له اته ورځني سيالۍ وروسته دسنوکر ملي ټيم ته لاره وموندله .
ده وويل په دغوسياليو کې رييس خان سنزي لومړى مقام او نادر خان او فريد دويم او دريم مقامونه وګټل .
اعظمي زياته کړه چې اوس دسنوګر په ملي ټيم کې غوره څيرې غړيتوب ترلاسه کړ او بهرنيو سياليو ته دګډون لپاره ښه تياري لري .
2 د یوې دقیقې څخه لږ