سیاست

د اساسي قانون د تصويب ملي اونۍ ونمانځل شوه

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې١٩مه
په هلمند ولايت کې د اساسي قانون تصويب د ملي اوونۍ ديارلسمه کليزه د هلمند ولايت مقام له لوري د يوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.
د هلمند ولايت سرپرست غلام محی الدين صديق غونډې ته په وينا کې  وويل  اساسي قانون د نورو قوانينو د مور حيثيت لري، چې د اسلام مبارک دين په چوکاټ کې د حکومتوالۍ او په ټولنه کې د خلکو حقونو  ته ځانګړي موارد لري.
ده زياته کړه چې هيڅوک تر قانون لوړ نه دی او په ټولو يو شان پلې کېږي، چې په دې برخه کې ملت او حکومت دواړه مسوُل دي.
د هلمند ولايت د عدليې رياست سرپرست طلامحمدعابد هم د اساسي قانون پر ارزښت خبرې وکړې، او زياته يې کړه چې د هېواد ټول قوانين د اساسي قانون تر چتر لاندې جوړ شوي او هرې ستونزې ته په سمه توګه قوانين او اصول موجود دي
له بلې خوا بيا د پوهنتون استاد فرهاد داوري وايي په تېرو  وختونو کې د قانون نه شتون ، ټولنه له سترو بې عدالتيو او ګډوډيو سره مخ کړې وو .
ده وويل همدا اساسي قانون دی چې له مخې يې دولتونه خپلې چارې پر مخ بيايي .
په ورته وخت د دغه ولايت د نظامي څارنوالۍ ريېس وويل چې د هلمند نظامي بنسټونه هم د قانون پلې کولو ته ژمن دي، او ټول امنيتي ځواکونه د قانون پلي کېدو او خلکو ته د ارام ژوند د زمينې د برابرولو په برخو کې په جدي توګه کار کوي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته