ورزش

په کابل کې د فوټسال شپږ لوبې ترسره کيږي

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٤
په کابل کې د رمضان د جام د فوټسال سيالۍ نن شپه په شپږو لوبو سره دوام مومي.
د کابل د فوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاوکې د استقلال د ځوانانو ټيم د متحد د ځوانانو له ټيم سره، د توپان سنګ کش ها ټيم د اميد سني له ټيم سره، د ګام پيروزي ټيم د فيصل شريف له ټيم سره، د درخشان ټيم د ګذرګاه د ځوانانو له ټيم سره، د مکروريانو د ځوانانو ټيم د عقابانو له ټيم سره او د نيکزاد ټيم د ګذرګاه A له ټيم سره لوبې کوي.
دقيومي دڅرګندونو له مخې: د رمضان د جام د فوټبـال سيالۍ پنځه ورځې مخکې د دڅلور شپيتو ټيمونو ترمنځ د بدني روزنې او سپورت رياست په جمنازيوم کې پيل شوې دي چې هره شپه په شپږو لوبو سره دوام مومي.
قيومي زياته کړه: د تيرې شپې په لوبوکې د ستاره ګانو، د سالنګ د ځوانانو شاهين پوهنې او د کهکشان ټيمونو خپلو سيالانو ته ماتې ورکړه او د اژدها او ايثار ټيمونو لوبه په دوو دوو ګولونو سره برابره پاى ته ورسوله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته