سیاست

دبهرنيو چارو وزارت معين دانګلستان دشاهي هېواد له سفير سره وکتل

کابل باختر  دليندى اوولسمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت اداري معين ډاکتر نصير احمد انديشه نن په کابل کې دبريتانيا دشاهي هيواد له سفير دامنيک جيمز رابرت جرمي سره دخپل کار په دفتر کې وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ .په دې کتنه کې دبهرنيو چارو وزارت اداري معين په تيرو ١٥ کلونوکې په افغانستان کې په بيلابيلو سياسي اواقتصادي  برخوکې دبريتانيا داغيزمن رول  او کارنده ونډې اخستنې له امله دمننې په څرګندولوسره دهند په امرتسر کې داسيا دزړه  استانبول بهير  دشپږم کنفرانس دبريالي جوړيدو او لاس ته راوړنو، په بروکسل  کې دناتو دبهرنيو چارو دوزيرانو دروان کنفرانس، دهېواد دامنيتي حالاتو دحکومت دوروستيو برياليتوبونو او لومړيتوبونو او دسولې دبهير دپرمخبيولو  او پياوړتيا لپاره دافغانستان ددولت دمشرتابه دژمنو په باب خبرې وکړې .
وروسته  په کابل کې دبريتانيا سفير افغانستان ته ددغه هېواد دبهرنيو چارو دوزير بوريس چانسن وروستي سفر ته  په اشارې سره  ، انګلستان يې په افغانستان کې دټولو روانو سياسي اقتصادي او فرهنګي بهيرونو بشپړ ملاتړي هېواد وباله او داقتصادي برخې دپياوړتيا او دسولې دخبرو دبهير دبرياليتوب په لاره کې دافغانستان داسلامي جمهوريت له دولت سره دخپل هېواد په هراړخيزې  همکارى ټينګار وکړ .
  دکتنې په پاى کې دواړو لورو ددواړو هېوادونو دبهرنيو چارو دوزيرانو ترمنځ دخبرو وړ مادو دتعقيب او تطبيق د موضوع په باب خبرې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته