سیاست

اجراييه رييس په پارلمان کې د بدخشان له استازو سره وکتل

کابل باختر د وري پنځلسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله نن په ملي شورا کې د بدخشان ولايت  له يوشمېر استازو سره وکتل .
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ملي شورا کې د بدخشان ولايت استازي  امان الله پيمان، نيلوفر ابراهيمي، عبدالرووف انعامي، زکريا سودا، سيف الله مسلم او عبدالولي نيازي او په ملي شورا کې د بدخشان ولايت پخوانى استازى سيد عبدالقدير صياد ګډون کړى و؛ د بدخشان ولايت امنيتي حالت وڅيړل شو .
د بدخشان ولايت استازو د امنيتي ګواښونو او چلنجونو د پوځي امکاناتو او تجهيزاتو د کمښت او په ځينو ولسواليوکې د دښمن د تحرکاتو د زياتوالي په باب له اجراييه رييس سره خبرې وکړې.
دوى د امنيتي جدي تدبيرونو او په تېره بيا د دښمن د ځپلو، د امنيتي ځواکونو د پياوړتيا لپاره د چاڼيزو عملياتو په اړتيا او په بدخشان کې د هېواد د وسله والو ځواکونو په سمبالولو ټينګار وکړ .
د هېواد اجراييه رييس د هېواد په پارلمان کې د بدخشان ولايت د استازو له نظريو او وړانديزونو له اوريدو وروسته ډاډ ورکړ چې د بدخشان امنيتي حالت ته پاملرنه کوي .
ډاکترعبدالله عبدالله ژمنه وکړه چې امنيتي بنسټونو ته لارښوونه کوي چې د ګواښونو د له منځه وړلو او د بدخشان ولايت د اوسيدونکو د امنيت د تامينولو او د دښمنانو د ځپلو لپاره عملي اقدامات ترلاس لاندې نيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته