کابل / د ليندۍ ۵ مه / باختر
د ننګرهار په پچيراګام ولسوالۍ کې پر زرو اړو کورنيو خوراکي توکي ووېشل شول.
په دغو توکو کې اوړه، غوړي، دال او بسکوېټت شته.
د ننګرهار د رسنيو دفتر د يوې خپرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې دغه مرستې د نړۍ خوړو سازمان برابرې شوې وې.
دغو کورنيو د جګړو او د کروناويروس د خپرېدو په دلیل مالي زيانونه ليدلي دي او مرستې ته اړتيا لري.
ختم- ج -اکرم