کابل باختر د تلي نهه ويشتمه :
د افغانستان لپاره د سيمه ئيزو اقتصادي همکاريو د کنفرانس (رکا) د ١٣٩٤ – ١٣٩٥ کلني رپوټ د وړاندې کولو غونډه پرون د بهرنيو چارو په وزارت کې جوړه شوه .
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه غونډه په کابل کې د دوستو هېوادونو د يوشمېر سفيرانو او ديپلوماتانو، په افغانستان کې د نړيوالوسازمانونو د استازو، د هېواد د ځينو وزارتونو دمعينانو، رييسانو او استازو او د اقتصادي بنسټونو د منسوبينو په ګډون د بهرنيو چارو په وزارت کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې لومړى د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي همکاريو معينې عادلې راز د غونډې په پرانستوونکو خبروکې ددغه رپوټ وړاندې کول چې ( له خبرو څخه تر پانګونې، جوړونې او سوداګرۍ، د رکا د پرمختګ د نوې لسيزې) ترعنوان لاندې برابر شوى و؛ د نړيوالې ټولنې په تېره بيا په بروکسل کنفرانس کې د سيمې د هېوادونو او د سيمه ئيزو اقتصادي همکاريو په باب د هغو د جانبي غونډو د کارنده ونډې اخستنې له امله په مننې سره، د ټاپي د ګازو د نل ليکې د غځولو د پروژې د پرانستلو، د مرکزي او جنوب آسيا د بريښنا د ليږدونې د مزو د غځولو د پروژې ( کاسا – ١٠٠٠ ) د ساحتماني کار د پرانستلو او د چابهار د نړيوال ترانزيت او ترانسپورت د درې اړخيز موافقه ليک د لاسليک په ګډون د سيمه ئيزو اقتصادي پروژو د پرمختګونو په باب خبرې وکړې او د دغو پروژو د تطبيق په لاره کې د پرتو خنډونو او چلنجونو په څيړنه کې د سيمې د هېوادونو د همکارۍ غوښتنه وکړه .
وروسته په بنسټيزو چاروکې د جمهور رييس ستر اقتصادي سلاکار ډاکتر محمد همايون کريمي د سيمې په کچه د بنسټيزو پرژو د تطبيق په باب د مفصلو معلوماتو د وړاندې کولو په ترڅ کې، د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس له خولې څرګنده کړه: ( افغانستان د سيمې په څلور لارې د بدليدو غوښتنه کوي او سيمه ئيزې همکارۍ زموږ د هېواد د بهرني سياست د ملاتير جوړوي.)
د غونډې د کار په دوام د بهرنيو چارو وزارت د اقتصادي همکاريو رييس وحيدالله ويسي، د رکا د کلني رپوټ د محتوياتو او د اړوندو پروژو د پرمختګ په باب د معلوماتو د راټولولو د څرنګوالي او هم د هغو دتطبيقي ميکانيزم په باب برخه والو ته مفصل معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د ترکيي جمهوريت سفير علي سيد آکن د رکا د هغې تجارتي غونډې په باب چې ټاکل شوې ده د روان ميلادي کال په وروستيو وختو کې په استانبول کې جوړه شي؛ خبرې وکړې .
په کابل کې د ترکمنستان د سفارت شارزدافير رسلان تکايف هم د رکا د وزيرانو د اووم کنفرانس د کوربه توب په باب چې په ٢٠١٧ ميلادي کال کې په عشق آباد کې جوړيږي؛ برخه والو ته معلومات ورکړل.
په پاى کې ځينو برخه والو د رکا د کلني رپوټ او د دغه بهير په چوکاټ کې د راتلوونکو پروګرامونو په باب خپل نظر وړ ټکي او پوښتنې طرحه کړې چې پوښتنو ته يې لازم ځوابونه ورکړى شول .
د يادونې وړ ده چې د تېرکال د وږي په مياشت کې د رکا د شپږم کنفرانس له جوړيدو څخه تر اوسه پورې د سيمه ئيزو اقتصادي پروژو د تطبيق په برخه کې د يادونې وړ پرمختګونه ترلاسه شوي دي .
د رکا کلنى رپوټ چې د بهرنيو چراو وزارت د اقتصادي همکاريو د رياست له خوا دملګروملتو دسازمان د انکشافي پروګرام په تخنيکي اومشورتي همکارۍ سره برابر شوى دى؛ په تېره يوه لسيزه کې د رکا د بهير برياليتوبونه په لڼده توګه او په تېر يوکال کې په تفصيل سره منعکس کړي دي.
افغانستان د رکا د بنسټ ايښودونکى او نوښتګر هېواد او د آسيا د زړه د بهير په توګه چې د دغه هېواد په محوريت او مالکيت د سيمه ئيزو همکاريو دوه مهم بهيرونه دي؛ په دې بريالى شوي دي چې په سيمه ئيز پيوستون کې له خپل ځانګړي جغرافيايي موقعيت څخه په استفادې سره د سيمې په کچه د اقتصادي پروژو د تطبيق د بهير د اسانولو په برخه کې اغيزمن او کارنده رول ولري .
0 3 دقیقې لوستل