سیاست

يوناما د انتخاباتي مهمو توکو د ليږدونې په لاره کې د پوليسو کارونه وستايل

کابل- باختر د ورى دمياشتې ٢٨
د يوناما د دفتر مسوولينو د انتخاباتي مهمو توکو د ليږدونې په لاره کې د هرات د پوليسو کارونه وستايل.
د هرات ولايت امنيه قوماندان جنرال سميع الله قطره چې د يوناما د دفتر له سياسي رييس او مسوولينو سره کتلي دي؛ وايي: پوليس خپله دنده او مکلفيت بولي چې د ملي بهيرونو د امنيت د تامينولو په لاره کې له ټولو امکاناتو څخه استفاده وکړي.
په دې کتنه کې د مهمو مسئلو له دې جملې څخه د انتخاباتو د ترسره کولو او د مهمو توکو د ليږدونې په باب چې پوليسو دغه دنده ترسره کړې ده؛ خبرې وشوې.
د يوناما د دفتر هيئت د امنيتي ځواکونو د کارونو قدرداني وکړه او د هغه تروريستي بريد په شنډولوکې چې ټاکل شوې وه د امريکا په قونسلګرۍ وشي؛ دملي پوليسو د هلوځلو له امله قدرداني وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته