کابل باختر د کب پنځمه :
په بدخشان ولايت کې پرون دملي پيوستون دپروګرام د ١٨٣ ټولګټو پروژو کار بشپړ او له اسانتياوڅخه ددغه ولايت يوشمير خلکو ګټه واخسته .
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت داطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختراژانس ته وويل ددغو پروژو کار د څه ناڅه ٩٧ مليونو افغانيو په لګښت ددغه ولايت په ياران ، کوزيفتلي ، کشم او درايم په ولسواليو کې بشپړ شوى دى
په دغو پروژو کار کې دپلونو ، زراعتي کانالونو ، دڅښاک دروغتيايي اوبو ، دبريښنا دکوچنيو شبکو ، محافظوي ډيوالونو او دکليوالي سړکونو جوړول شامل دي .
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دملي پيوستون دکارموندلو دساتنې او څارنې پروګرام دبدخشان ولايت په څلورو ولسواليو کې ٣٦٦ کلي دملي پيوستون دپراختيايي پروګرام ترپوښښ لاندې نيول شو ي دي او تراوسه پورې په دې بريالي شوي دي په بيلابئلو برخو کې د ٢٤٦ ټولګټې پروژو کار بشپړ او دخلکو داستفادې وړ وګرځوي .
0 1 دقیقه لوستل