نيمروز باختر دچنګاښ دمياشتې ٣١ :
د نيمروز ولايت يوشمېرخلکو په زرنج ښارکې د دوى د فرضي حج د ونډې د نه په پام کې نيولو په اعتراض کې د دغه ولايت د حج او اوقافو رياست دروازې وتړلې.
د باختر آژانس د خبرله مخې :
اعتراض کوونکو چې د دغه ولايت ديني عالمانو، د مدني ټولنې غړو او اصناف وو، له دولت څخه يې د دغه ولايت د حج د ونډې غوښتنه وکړه.
دوى له جمهور رئيس څخه وغوښتل چې د دغه ولايت د هغو اوسيدونکو چې د خپل د حج د لګښت پيسې يې تحويلې کړې دي، لارښوونه وکړي چې د نيمروز د خلکو راتلوونکې ونډه هم په پام کې ونيول شي .
دوى ټينګار کوي: تر هغه وخت پورې چې د دوى غوښتنې ونه څيړل شي، په دغه ښارکې به د حج او اوقافو رياست دروازې خلاصې نه کړي.
0 1 دقیقه لوستل