ټولنه

د لومړنيو مرستو نړيواله ورځ ونمانځل شوه

کابل- باختر د وږي دمياشتې ٢٢
د لومړنيو مرستو نړيواله ورځ نن د افغان سرې مياشتې د عالي ټولنې له خوا په کابل کې ونمانځل شوه.
دغه ورځ لومړني مرستې او بوډاګان او دغه راز اتل واوسئ او ژوند وژغورئ او لومړني مرستې په هرځاى کې د هرچا لپاره تر عنوانو لاندې په داسې حال کې ونمانځل شوه چې زموږ خلک له بل هر وخت څخه زيات لومړنيو مرستو ته اړتيا لري او جګړه له بل هر عامل څخه زموږ خلکو ته د دغو مرستو اړتيا زياته کړې ده .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :
په هغې غونډه کې چې له همدې امله د افغاني سرې مياشتې د عالي ټولنې په تالار کې جوړه شوې وه؛ د افغاني سرې مياشتې د عالي ټولنې سکرترجنرال محمد عظيم ديندار خبرې وکړې او ويې ويل: دغه ټولنه کال په کال په درست هيوادکې د لومړنيو مرستو د وړاندې کولو د توکو انډي د افغاني سرې مياشتې د ټولنې د رضا کارانو په واک کې ورکوي چې له هغو څخه په استفادې سره د طبيعي پيښو او د چاودنو ټپيانو ته لومړني مرستې وړاندې کړي.
ده څرګنده کړه: کال په کال رضاکارانو ته د روزنيزو پروګرامونو په جوړولو سره هغوى ته د لومړنيو مرستو د وړاندې کولو لارې چارې ښودل کيږي.
د ديندار د څرګندونو له مخې: د هيواد په ټولو کليوکې په سلګونو تنه رضاکاران په خوار واره ډول د لومړنيو مرستو د رسولو له لارې خلکو ته خدمت کوي.
ده يادونه وکړه: د روان کال د شعار له مخې، په پام کې ده په ټول هيوادکې بوډا خلک د لومړنيو مرستو تر پوښښ لاندې ونيول شي او د دې ترڅنګ دغه ټولنه چمتو ده چې د هرې کورنۍ يو غړى دلومړنيو مرستو د وړاندې کولو دله لارو چارو سره بلد کړي چې د اړيتا په وخت کې لومړني مرستې ورسوي .
په دې غونډه کې د عامې روغتيا وزارت، د نړيوال سره صليب او د دغې ټولنې د همکارو موسسو استازو هم خبرې وکړې او د اړتيا په وخت کې يې لومړني مرستې ارزښتناکې وبللې.
د غونډې په پاى کې د لومړنيو مرستو د وړاندې کولو د برخې په رضا کارانو سوغاتونه هم وويشل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته