سیاست

دپکتيا ولايت د ډنډ پټان ولسوالۍ د اوسيدونکو ترمنځ د رامنځته شويو ستونزو دحل په باب د حامدکرزي حکم!

کابل باختر دليندي څوارلسمه :
دپکتيا ولايت د ډنډ پټان ولسوالۍ د اوسيدونکو ترمنځ د رامنځته شويو ستونزو دحل په باب د حامدکرزي حکم!
دافغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دپکتيا ولايت د ډنډ پټان ولسوالۍ د اوسيدونکو ترمنځ د ځمکې پرسر د رامنځته شويو ستونزو د حل کولوپه مقصددسرحدونو اوقبايلو چارو د وزير محمد اکرم خپلواک په مشرۍ يو هيئت منظور کړى دى.
• دجمهوري رياست سلاکار عبدالقادر کوچى
• دسرحدونو اوقبايلو چارو د وزارت معين يعقوب احمدزى
• د سيمه ئيزوارګانونودخپلواکې ادارې دپاليسۍ مرستيال ډاکتر فريد احمد ماموندزى 
• دچارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا دلوى رياست استازى پاسوال محمد اسلم مسعود
• دکورنيو چارو وزارت د سرحدي پوليسو دعمومي قوماندان لوى پاسوال ګل نبي احمدزى
• دملي دفاع وزارت دځمکنيو قوتونو درستيزوال تورن جنرال محمد هاشم او دملي امنيت د لوى رياست استازى ډګروال برکت الله ددغه هيئت دغړو په توګه ټاکل شوي دي.
جمهور رييس  هيئت ته دنده سپارلې ده چې د سيمه ئيزو مقاماتو، د ولايتي شورا دغړو، قومي مشرانو او مخورو په همکارۍ رامنځته شوې ستونزې په هراړخيز ډول وڅيړي؛ عوامل يې وپيژني؛ دحل لاره يې ومومي او د خپلواجرااتو په باب دې ډير ژر دجمهوري رياست ته رپوټ وړاندې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته