اقتصاد

په پکتيا کې دميوو او دزعفرانو نندارتون جوړ شو .

کابل باختر د تلي اتلسمه :
دپکتيا ولايت دميوو او دزعفرانو دحاصلاتو نندارتون پرون دپکتيا دوالي له خوا په ګرديز ښار کې پرانستل شو .
دپکتيا دکرنې اواوبو لګولو رييس وليد احمدتسل  دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې په دې نندارتون کې ددغه ولايت دبڼوالو او بزګرانو دمڼو ،  جلغوزو او دزعفرانو  نندارې  وړاندې شوي دي .
دپکتيا والي  ددغه نندارتون دپرانستلو په مراسمو کې د کرنې او اوبو لګولو له رياست څخه مننه او قدرداني وکړه .
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته