فرهنګ

د مغلو د هنر ، فرهنګ او امپراطوري په نامه نندارتون نن د بابر بڼ دملکي په ماڼۍ کې پرانيستل شو.

کابل  باخترد  ثور دمياشتې  ٢٢ :
د مغلو د هنر ، فرهنګ او امپراطوري په نامه نندارتون نن د بابر بڼ دملکي په ماڼۍ کې پرانيستل شو.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګي معين سيدمصدق خليلي دڅرگندونو له مخې: دغه نندارتون د آقاخان فونډيشن، د ناروې د سفارت او بريتش لايزري دمرکزونو او داطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت په همکارى جوړشوى دى.
په دې نندارتون کې د مغلو امپراطوري سندونه، ميناتوري، نقاشي او د مغلو د امپراطوري د جوړيدو د څرنګوالى او د مغلو د امپراطور عکسونه، د مغلو د امپراطورانو د ژوند، د مغلو د امپراطوري په دروه کې د نقاشي د هنر او د دين ، ادبياتو ، ساينس، طب  او د بابرشاه د دوى او د اولادونو دورو پورې اړوندې مسئلې  نندارې ته وړاندې شوې .
د نندارتون دپرانيستلو په مراسموکې په لسګونو تنو فرهنګيانو، هنرمندانو، د هنرمينه والو او د فرهنګي مرکزونو استازو او ځينو بهرنيو سفيرانو ګډون کړي وو.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معين سيدمصدق خليلي د نندارتون د پرانيستلو په مراسموکې خبرې وکړې؛ د دې ترڅنګ چې د آقاخان فرهنګي مرکز او د ناروې د سفارت د همکاريو له امله يې مننه وکړه؛ ويې ويل چې د بابرشاه امپراطوري له بابري لړۍ سره دافغانستان دتاريخ له ځلانده دورو څخه شميرل کيږي . په دې دوره کې د معماري هنر خپل لوړ مقام ته ورسيد او  وروسته د نقاشي د هنر او نورو هنرونو په ګډون، نورهنرونه ځانګړى مقام پيداکړ اوپه تيره بيا دبابري دوره دتاريخ ليکنې د لوړې دورې په توګه يادوي.
په دې دوره کې زياتو تاريخ ليکونکو اومورخينو ارزښتناک آثار پريښي دي چې نن له دغو معتبرو سندونو او مدارکو څخه دتاريخي سندونو په توګه استفاده کيږي .
دغه نندارتون د ثور د مياشتې له ٢٢نيټې څخه دچنګاښ دمياشتې ترڅلورمې نيټې پورې د مينه والو پرمخ پرانيستى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته