سیاست

د سولې عالي شورا په افغانستان کې د سولې د تامينولو په بهيرکې د متحده عربي اماراتو رول ګټور بولي

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٤
د سولې د عالي شورا غړي قاضي محمد امين وقاد پرون رسنيو ته ويلي دي چې متحده عربي امارات کولاى شي له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پيل لپاره ښه رول ولوبوي.
د باختر آژانس د خبرله مخې:
امين وقاد ويلي دي: د طالبانو له ډلې سره د متحده عربي اماراتو تيرو اړيکو ته په پاملرنې سره دغه هيواد کولاى شي د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د بيا پيل کولو لپاره د زمينو د برابرولو په لاره کې همکاري وکړي.
د سولې د عالي شورا دغه غړي دغه راز له نورو حکومتي مقاماتو څخه غوښتنه کړې ده چې بايد له داسې څرګندونو څخه چې په هيوادکې د جګړې د دوام سبب کيږي؛ ډډه وکړي.
د سولې د عالي شورا د يوه غړي له خوا دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې د هيواد جمهور رييس محمد اشرف غني د سولې د موضوع او د خبرو دپيل د څرنګوالي لپاره متحد عربي اماراتو ته رسمي سفر کړى دى .
قاضي محمد امين وقاد د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې دخبرو د بيا پيل کيدو لپاره د متحده عربي اماراتو په رول ټينګار کړى دى او ويلي دي چې  متحده عربي امارات د افغانستان د حکومت او طالبانو د سولې د خبرو د پيل او پرمخبيولوکې د متحده عربي اماراتو رول رغنده دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته