اقتصاد

خبرتيا

کابل –باختر د زمري دمياشتې ٢٧
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت خبرتيا!
ټاکل شوې ده د هيواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د کاليزې په مناسبت د روان کال د وږي د مياشتې له څلورمې نيټې څخه تر شپږمې نيټې پورې د بازار موندنې او اقتصادي ودې په لاره کې د لازمو اسانتياوو د برابرولو په مقصد د هيواد د کورنيو توليدي مالونو نندارتون په حضوري چمن کې کابل نندارې ته څېرمه د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د اقتصادي پرمختګونو د نندارتون په سالونونوکې جوړ شي. مينه وال دې د غرفې د ترلاسه کولو په مقصد د وږي د مياشتې تر لومړۍ نيټې پورې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د اقتصادي پرمختګونو د نندارتون رياست ته ورشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته