سیاست

جمهور رئیس غني د لوی قندهار له مشرانو سره وکتل

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٦
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني تير ماښام په ملي شورا کې د لوی قندهار د خلکو له استازو، مشرانو او ځوانانو سره وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه چې په ارګ کې ترسره شوه، د جمهور رئیس یوې شمېر سلاکارانو هم حضور درلود، په پيل کې حاجي اغا لالي دستګیري، سناتور محمد حنیف حنفي، ډاکټر ظاهرشاه رشیدي او محمد داود فرهنګ د قندهار، ارزګان، زابل او هلمند د خلکو په استازیتوب خبرې وکړې او د حشمت خلیل کرزي د دویم تلین د لمانځغونډې له امله یې له جمهور رئیس څخه مننه وکړه.
حاجي اغا لالي دستګیري د فساد د ارزونې او مخنیوي په موخه قندهار ته د لوی څارنوال په مشرۍ د باصلاحیته پلاوي د ور استولو، په قندهار کې د اداري فساد پر ضد د عدلي او قضایي مرکز د څانګې د پرانیستلو، په قندهار کې د رسنیو د سانسور او انحصاري سیاست د مخنیوي،  د معارف، برېښنا، روغتیایي خدماتو ستونزې ، د ښځو لپاره دیني مدرسې جوړولو، د میرویس روغتون د تشکیل د زیاتوالي او د نوي روغتون د کارونو د چټکوالي، د لوی کندهار د کدرونو د جذبولو، د تاجرانو او صنعتکارانو ستونزې، ښاروالۍ ته د ځانګړې بودجې ورکولو، د قندهار د سرکونو د رغاولو، قندهار کې د درې بندونو جوړولو، لمریزې برېښنا، د برېښنا د ستنو چې تر غزني پورې رسېدلي دي ستونزې او وړاندیزونه له جمهور رئیس سره شریک کړل.
سناتور محمد حنیف حنفي د ارزګان ولایت د وضعیت په اړه خبرې وکړې او جمهور رئیس ته یې د یاد ولایت د ستونزو لکه د لویو لارو، د امنیتي ځواکونو د لا سمبالښت او تشکیل د زیاتولو، ترینکوټ کې د پوهنتون او لیلیې ودانیو د جوړولو، د سړکونو د رغاولو، ، روغتیایي خدمتونو، معارف، د ارزګان د کدرونو د ځای پر ځای کولو په برخه کې وړاندیزونه وکړل.
د زابل د خلکو په استازیتوب ډاکټر ظاهرشاه رشیدي  په دغه ولایت کې د درې بندونو، هوایي ډګر اوشملزو سرک جوړولو، د سرحدي کنډک د تشکیل بشپړولواو پوهنتونونو کې د محصلانو د جذبولو په هکله جمهور رئیس ته وړاندیزونه  وکړل.
داوود فرهنګ چې د هلمند د خلکو په استازیتوب یې خبرې کولې، د هلمند امنیتي ستونزو ته په اشارې په یاد ولایت کې د امنیت د تامین غوښتنه وکړه، د والي او ښاروال په انتخاب او د دوی له فعالیتونو یې د خلکو رضایت وښود.  هغه زیاته کړه چې په هلمند کې د ځمکو د غصب د څېړنې او مخنیوي په موخه دې یو باصلاحیته پلاوی یاد ولایت ته واستول شي.
ښاغلي فرهنګ د معارف، د پوهنتون د ودانۍ د ستونزو د یادولو تر څنګ د زمینداور کانال د جوړولو او د والي د مرستیال د ټاکلو غوښتنه هم وکړه.
جمهور رئیس غني د هغوی د وړاندیزونو او غوښتنو له اورېدلو وروسته وویل، باید د ټولو سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو په ځانګړي ډول شهید حشمت خان خلیل کرزی ونمانځل شي.
د هېواد جمهور رئیس وویل، د هلمند قول اردو ته ځانګړې پاملرنه شوې ده او دغه قول اردو بېرته فعال شوی دی او په اړه یې هره ورځ له راپورونو ځان خبروم.
جمهور رئیس  په ارزګان کې د پولیسو په لیکو کې شته ستونزو ته په اشارې یادو مشرانو ته وویل چې د پولیسو د اصلاح په موخه دې خپل وړاندیزونه د یوې منظمې طرحې  په بڼه له ده سره شریک کړي.
محمد اشرف غني د لوی قندهار مشرانو ته وویل، غوښتنې مو پرځای دي او حکومت په پام کې لري چې د هېواد ټولو ستونزو ته د خپلو امکاناتو په رڼا کې د لومړیتوبونو له مخې رسیدګي وکړي.
جمهور رئیس وویل، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د څلورو کالو امکانات تامین شوي او په سیمه کې دوست او دښمن معلوم شوی دی. هغه څرګنده کړه، پرون که موږ په تجريد کې وو، نن د افغانستان بدبینان په تجريد کې دي.
جمهور رئیس غني د سلما بند جوړولو ته په اشارې وویل، درې میاشتې وروسته د کجکي کار هم خلاصېږي چې ۱۸ میګا واټه نوره برېښنا به تولید کړي. هغه وویل، په پام کې ده چې دریم کجکي هم جوړ کړو چې له دې سره به ۱۰۰ مېګا واټه برېښنا تولید، یو میلیارد متر مکعب اوبه زېرمه او دزمینداور کانال هم ورغېږي.
جمهور رئیس وویل، د هلمند او هریرود د اوبو مهارول یې لومړیتوبونه دي. هغه وویل د ټاپي پروژې او ترکمنستان د برېښنا په لېږدولو سره به د لوی قندهار اړوند ولایتونو د برېښنا او نورې ستونزې حل شي او په دې برخه کې د یادو ولسونو څخه د امنیت د تامین په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
جمهور رئیس غني وویل، د اړتیا پرمهال به یادو ولایتونو ته د څېړنو او ارزونو په موخه باصلاحیته پلاوي واستوي. همدارنګه یې د بروکسل کنفرانس له افغانستان سره د نړیوالو مالي مرستو او ملاتړ له پلوه مهم وباله او یاده یې کړه، چې د دغه کنفرانس لپاره اساسي تیاری روان دی.
محمد اشرف غني وویل، د بروکسل کنفرانس وروسته به د هېواد ټولو ولایتونو ته د ستونزو د تشخیص او له ولسونو سره د کتنو په موخه سفرونه وکړي . هغه وویل، د امنیتي ستونزو د حل او د انکشافي پروژو په تطبیق کې د ولسونو او سیمه ییزو مشرانو همکاري مهمه او حتمي ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته