ټولنه

په تيرکال کې دهېواد په کچه څه دپاسه څلويښت زره ټولګټې پروژې عملي شوي دي .

کابل باختردتلې دمياشتې دريمه نيټه :
د کليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت په تيرو دريو کلونو کې دهېواد په کچه څه دپاسه څلويښت زره ټولګټې پروژې  عملي کړي دي.
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت  دوياند دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ .
په دغو پروژو کې ترانسپورتي  ، اوبورسولو ، روغتيا ساتنې ، اوبولګولو ، بريښنا رسولو ، ښوونې او روزنې ، روغتيا ، دسيمو دانکشاف ، دظرفيت دلوړولو ، دکليوالي اقتصاد دپياوړتيا،  ټولنيز مصوونيت ، کارموندنو او نورې برخې شاملې دي چې څه دپاسه نهه سوه شپاړلسو مليونو امريکايي ډالرو په لګښت عملي شوي دي.
دغه پروژې  په ٣٨١ ولسواليو کې چې اتلس زره شپږ سوه نهه شپيته کلي پکې شامليږي ، عملي شوي دي .
له دغو پروژو څخه څه دپاسه يوولس ميليونه تنه و ګړي  ګټه اخلي .
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته