ټولنه

په هرات کې د نشه يي توکو د زيانونو د پوهاوي د کمپاين دوام

هرات  باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢٥ :
په هرات  ولايت کې د نشه يي توکو د زيانونو د پوهاوي ورکولو د کمپاين دويمه ورځ ترسره شوه.
دغه کمپاين د نشه يي توکو د کرکيلې، توليد، قاچاقو او د استعمال د زيانونو د پوهاوي ورکولو په خاطر په هرات ولايت کې پيل شوى دى.
د دغې ادارې مسوولين وايي چې د پوهاوي ورکولو کمپاين د ښار په ګڼ ميشتو سيمو، ولسواليو، ناحيو، جوماتونو، ورزشي ډګرونو او تفريحي سيموکې د پوهاوي ورکولو د دغه پروګرام يوه برخه ده.
د پوهاوى ورکولوکمپاين د جمعې په ورځ د ورزشي آمريت او د سيمه ييزې غيږې نيونې په همغږۍ د خواجه عبدالله انصاري په دښته کې ترسره شو.
په دې پروګرام کې يو شمېرځوانانو ته د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د رياست له خوا جايزې ورکړ شوې او تبليغاتي پاڼې هم وويشلې شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته