ټولنه

په غزني کې د اوبو یو کانال او دوه زېرمې جوړې شوې

کابل / د وري ۳ مه / باختر
په غزني کې د اوبولګولو د يو کانال او د اوبو د دوو زېرمو د جوړولو کار بشپړ شو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د باختر آژانس سيمه یيز خبريال د غزني د کليو د بيارغاونې او پراختيا رياست د خبرپاڼې له مخې خبر راکړ؛ دغه پروژه د کليو د بيارغاونې او پرمختيا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې د څه دپاسه يو میليونو افغانيو په لګښت د غزني د جغتو ولسوالۍ په سربېد او سبزپوښانو کلي کې پلې شوې ده.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې؛ د دغې پروژې د تطبیق په بهير کې وزګارو کسانو ته د کار زمينه برابره شوې وه او د دغې پروژې په بشپړېدو سره د ۸۰ جريبه ځمکې د خړوبولو زمينه برابرېږي.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته