ورزش

په اماراتو کې د نړۍ د غوره فوټبال کلپونو ترمنځ سیالۍ پېل شوې

کابل باختر دليندۍ دمياشتې٢٣نيټه : په متحده عربي اماراتو کې د نړۍ د غوره فوټبال کلپونو ترمنځ د فوټبال نړیوال جام پنځلسم پړاوو سیالۍ پېل شوې. د فوټبال نړیوالې شورا فیفا د وېب پاڼې د معلوماتو له مخې،د فوټبال‌کلپونو د نړيوال جام دغه سیالۍ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۰ کال کې پیل شوې چی تراوسه هر کال په یوهېواد کې ترسره کېږي چې سږ کال به په ‌کې ریال مادرید له خپلې تېرې اتلولۍ دفاع کوي. د کلپونو په پنځلسم پړاو نړيوال جام سیالیو کې له ۶ کنفیدراسیونونو څخه د فوټبال ٧ کلپونه برخه لري چې د عربي اماراتو په دوو بېلابېلو (هازا او زاید ) لوبغالو ( العین او ابوظبي) او ښارونو کې به سیالۍ وکړي. دغه سیالۍ به د دسمبر په۲۲مه نېټه د اتلې لوبډلې په اعلامولو سره پای ته ورسېږي. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته