کابل، غبرګولي۱۵مه، باختر
د تېر حکومت د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري، د افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون په هڅو نن بېرته خپل هېواد ته راستون شو.
د افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسون غړو په هوايي ډګر کې د نوموړي هرکلی وکړ.
دولت وزیري چې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې يې له رسنیو سره خبرې کولې وویل چې د نوي نظام د پیاوړتیا لپاره به هیڅ ډول مشورې ونه سپموي او په وینا يې د دې کار په بدل کې کوم امتیاز هم نه غواړي.
نوموړي له هغو کسانو څخه چې په وینا يې د منفي تبلیغاتو له امله له هېواده وتلي غږ وکړ ترڅو بېرته هېواد ته راستانه شي او په ازاد او خوشحال چاپېریال کې ژوند وکړي.
هېره دې نه وي چې د افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمېسیون تر جوړېدو ورسته تر دې دمه د تېر حکومت یو شمېر چارواکې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
افغانمل