-کابل / دزمري ١٤مه /باختر:
دعامې روغتيا وزارت مسوولين وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتو کې د کرونا ويروس ١٨٧مشکوک سمپلونه ترازمايښت لاندې ونيول شول چې له دې جملې څخه ٣٦ پېښې مثبتې تشخيص شوي دي.
په دې ترتيب سره په هېواد کې په کرونا ويروس د اخته کسانوشمېر ٣٦٧٨٢تنو ته زيات شوى دى .
کابل، هرات، بلخ، ننګرهار، قندهار، اوپکتيا په کروناويروس زيات اخته کسان لري .
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتوله مخې؛ په تېرو ٢٤ساعتو کې دکرونا ويروس له امله څوک نه دي مړه شوي او نه هم څوک روغ شوى دى .
تراوسه پورې په کرونا ويروس ٢٥٥٥٦تنه اخته کسان روغ شوي دي او ١٢٨٨ تنه نور مړه شوي دي.
ختم _ ج _اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ