نړۍ

په مصرکې نوې نښتې

قاهره روتيرز  باختر دتلې دمياشتې ١٣
دمصر دګوښه کړاى شوي   جمهوررييس  دپلويانو  او امنيتي ځواکونو ترمنځ دنښتې له امله  چې ددغه هيواد په قاهرې  ښار کې پرون رامنځته شوې څلور تنه ووژل شول او څلويښت تنه  نور ټپيان شول  .
دمحمدمرسي پلويانو  په قاهرې  ښارکې دمظاهرې په کولو سره هلې ځلې کولې  چې  دتحريک ډگر ته نږدې شي  چې دامنيتي ځواکونو ممانعت سره مخامخ شول.
درويترز  خبري آژانس  دعيني شاهدانوله خولې دامنيتي ځواکونوله خوا په مظاهره کوونکو دمستقيمو ډزو  له اوښکې بهونکي ګازو څخه داستفادې خبرورکړشوى دى .
په قاهرې برسيره پرون  دمصر په څو نورو ښارونو کې له دې جملې څخه په سکندريه ښارکې هم ورته مظاهرې وشوې .
پرون سهار  دنښتوله پيل څخه  مخکې هم دمصر دوه تنه پوليسان  دقاهرې په ختيځ کې دپوليسو دځواکونو په يو کاروان دوسله والو کسانو دبريد له امله ووژل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته