فرهنګ

د فارياب ولايت فرهنګي ستونزې د اطلاعاتو او فرهنګ له وزير سره طرحه شوې

کابل باخترد وږي  پنځلسمه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني نن په ملي شوراکې د فارياب ولايت د خلکو له استازو ډاکتر نقيب الله فايق او ډاکتر ګل محمد رسولي سره په کتنه کې د دغه ولايت د فرهنګي برخې ستونزې وڅيړلې.
د باختر آژانس د خبريال د خبر له مخې:
په دې کتنه کې دغو وکيلانو د فارياب ولايت د فرهنګي برخو يولړ ستونزې د اطلاعاتو او فرهنګ  له وزير سره طرحه کړې او څرګنده يې کړه چې په دغه ولايت کې زيات تاريخي ابدات شته او په دې برخه کې يې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پاملرنې غوښتنه وکړه .
دغه راز دوى غوښتنه وکړه چې په مرکز او فارياب ولايت کې دې د ملي راډيو ټلويزيون په خپرونوکې ازبکي او ترکمني ژبو ته زياته پاملرنه وشي.
دغه راز په فارياب ولايت کې د فرهنګي کار د چارو د ښه والي په خاطر يې د دغه ولايت په فرهنګي برخه کې د اصلاحاتو او بدلون غوښتنه  وکړه او په دې برخه کې يې هم خپلې يولړ نظريې او وړانديزونه طرحه کړل .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني د دغو وکيلانو د ستونزو، وړانديزونو او د نظريو له اوريدو وروسته ژمنه وکړه چې دفارياب ولايت په فرهنګي برخه کې د ستونزو د لرې کولوپه خاطر به جدي پاملرنه وشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته