کابل، د مرغومې ۱۳مه، باختر
په کابل کې د وزلوبې پنځم پړاو سیالۍ چې لس ورځې مخکې د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست په همغږۍ او د وزلوبې، سیمه ييزو لوبو او نیزه وهنې ملي فدراسیون له لوري په پلازمېنه کابل کې پیل شوي دي، لومړۍ نیمه پایلوبه یې د سمنګان او کندز ولایتونو ترمنځ ترسره شوه.
دغه سیالي په ټاکل شوې وخت کې د دواړو لوبډلو ترمنځ صفر- صفر مساوي شوه، خو په ۱۵ دقیقو اضافي وخت کې سمنګان لوبډله وتوانېده چې کندز لوبډلې ته ۱/۰ ماتې ورکړي او پایلوبې ته لار ومومي.
د سمنګان لوبډلې له لوري صفت پهلوان د خپلې لوبډلې په ګټه یوه نمره ترلاسه کړه.
د یادونې وړ ده چې د دغو سیالیو دویمه نیمه پایلوبه به د کندهار او سرپل ولایتونو ترمنځ ترسره شي.