سیاست

تبصره

کابل باختر د تلي شلمه :
دپاکستان صدراعظم نوازشريف ويلي  دي چې هيواديې په افغانستان کې دسولې دخبرودبيا پيلولوپه لټه کې دى اواسلام آبادهڅه کوي چې په دغوخبروکې دمنځکړي رول  ولوبوي .
دباخترآژانس مبصرليکي :
دپاکستان صدراعظم نوازشريف په دې وروستيو وختوکې له يوې ټلويزيوني شبکې سره په مرکه کې ويلي دي اسلام آباد هلې ځلې کوي چې د افغانستان ددولت اودطالبانودډلې داستازو ترمنځ دسولې خبرې بيااحياکړي اودطالبانو دڅوارلس کلنې جګړې دپاى ته رسولو لپاره يې دمنځګړى رول دلوبولولپاره دخپل حکومت دهڅواوهاندخبرې وکړې
نوازشريف دغه خبرې په داسې وخت کې کوي چې دى به په نږدې راتلوونکي کې امريکاته لاړشي اوله امريکايي مقاماتوسره به دسيمې دامنيتي حالت اودمتقابلوګټوپه باب خبرې وکړي .
افغان سياسي کارپوهان په دې باوردي پاکستان دهغې اغيزې اونفوذپه دليل چې په طالبانويې لري کولاى شي دسولې دافغاني خبرو په بهيرکې اساسي رول ولري . دغه هيواد کلونه کلونه دطالبانو دمشرانو په کوربه توب او ددغې ډلې په پيداکولو اوتمويلولوکې لتاړبلل کيږي نوکه چيرې اسلام آبادوغواړي کولى شي طالبان دې ته اړباسي چې مناسب تګلاره غوره کړي اوله دې زيات دافغانستان دويجاړتيااودهغه دخلکو دوژنې عامل نه شي .
دغه کارپوهان دنوازشريف وروستى څرګندونې د ستاينې وړيولي خوټينګارکوي چې دغه شان څرګندونې بايد لنډمهال اودخاصواحوالو او شرايطو په پام کې نيولو سره نه وي .
نوازشريف په داسې حال کې دافغانستان ددولت او طالبانو ترمنځ دسولې دخبرودبيااحياکولو لپاره داسلام آباد دمځګړيتوب او هڅوخبرې کوي چې په خپله په نږدې راتلوونکي کې امريکاته ځي اود افغانستان دپرمختياووپه ګډون
سيمه يزې مسئلې به له امريکايي مقاماتو سره دده دخبروداجندايوه برخه وي .
نوازشريف دافغانستان ددولت اوطالبانوترمنځ دسولې دخبروداحياکولو زمزمې  سره غواړي په يوه پياوړي اوپه اصطلاح روا دريځ سره له امريکايانوسره خبرې وکړي په تيرو وختونو کې هم پاکستان په يوډول نه يوډول دسولې دخبرو په پيلولو او خبروته دطالبانو په راکښلو کې تحرکات اواقدامات لرل خو هيڅکله دوام دار
نه وواو نتيجه يې نه ده ورکړې دليل دادى چې په پاکستان کې مشخصې کړى په دغه شان خبروکې خپلوکټو او سليقې ته ځاى ورکوي او که چيرې دغه بهير ددوى په خو ښه نه وي هغه له تګلوري څخه منحرفوي .
کارپوهان دافغانستان ددولت او طالبانو ترمنځ دسولې دخبرو پخواني پړاوته اشاره کوي چې په اسلام آبادکې ترسره شو .اوراتلوونکي پړاونيټه يې په خوشبينې سره مشخصه شوه . خودهغه له پيليدوڅخه دوه ورځې مخکې دملاعمر دمړينې خبرهغه هم دوه کاله وروسته خپورشو . اوپه دې ترتيب طالبان له خبرو څخه څنډې ته ټيل ووهل شول . چې ددوى نوى مشر ملا اخترمحمد منصورپه زياتو تحرکاتولاس پورې کړي اوپه يوه پياوړي دريځ کې دافغانستان سياسي ډګرته ورودانګي .
دمخالفينو له خوا دکندزنيول کيدل اودهيواد په ځينونوروبرخودطالبانو دبريدونو زياتوالي په همدې لاره کې خوځښتونه دي اواوس پاکستانيان غواړي چې طالبان له پخواڅخه ديوه اغيزمن جريان په توګه معرفي کړي دغه شان حرکات ددې سبب شول چې افغان سياستوال په دې ټينګاروکړي چې بايد پاکستان ريښتني او يو معقول او مطلوب منځګړى ونه بولو اوداپه پاکستان پورې اړه پيداکوي چې څه ډول کولاى شي ددغه هيواد په نسبت دافغانانو له لاسه وتلي باور بيااحياکړي .
ديادونې وړده چې دافغانستان خلک له خپل ګاونډي او په عين حال کې مسلمان هيواد پاکستان څخه داهيله لري چې سولې ته په رسيدوکې چې الهي امر دى له هدف اويا له کومې لوبې پرته له خپلو افغان ورونو سره مرسته وکړي هيلې په دې دي چې دښاغلي نوازشريف وروستى خبرې په پاک نيت اودواقعيتونو پر بنسټ شفافې او رغنده وي نه يوه لنډ مهاله خبره اويو لنډمهال تشريفاتي حرکت او کاذبه دپيلوماسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته