ټولنه

دنهرين ولسوالۍ دبدو شرايطو په لرلو سره سره په سلو کې ٦٥ پرمختيايي پروژې تطبيقې کړې دي.

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١١ :  
دبغلان ولايت  دنهرين ولسوالۍ دلازم امنيت په لرلو  او دپرمختيايي پروژو دتطبيق د ښو شرايطو   په برابريدو سره   دپرمختيايي پروژو دعملي کولو له لارې  د دغه ولايت  د اوسيدونکو په سلو کې څه  د پاسه ٦٥ ستونزې  لــــرې  شوي دي .
نهرين  يوه ډيره لرې پرته کرنيزه  اوغرنۍ ولسوالۍ ده  چې ټول اوسيدونکي يې   خپلې شپې ورځې  دامنيت په رڼا کې اوله امنيتي ستونزو پرته  تر سره کوي او دمساعدو امنيتي شرايطوپه پام کې نيولو اودبنسټيزو او غيربنسټيزو پروژو دتطبيق دښو زمينو په برابريدو سره په دغې ولسوالۍ کې دملي پيوستون دپروګرام   ٣٠٧ پروژې عملي شوي دي .
دنهرين دپرمختيايي شورا  رئيس عبدالعزيز دباخترآژانس خبريال ته وويل:  په نهرين کې دملي پيوستون دپروګرام  دويم پړاو همدا اوس دوام لري  چې ١٢٣ بنسټيزې پروژې منظورې شوې دي او  ٧٧ پروژې يې  بشپړې شوې او ٤٦ پروژې يې تر کارلاندې دي.
ده زياته کړه چې ددغه پروګرام په دوو لومړيو پړاونو کې  داوبولګولو، ترانسپورت  ، دکليوالي سيمو دپراختيا  ، ښوونې اوروزنې  او دظرفيت دلوړولو په برخو کې دملي پيوستون ١٣٤ پروژې عملي شوي دي  چې  په ١٤٠ کليو کې  چې اتلس زره کورنۍ پکې شاملې دي  په سلو کې  ٦٥سيمه ييزې ستونزې  حل شوي دي
دنهرين دپرمختيايي شورا رييس په دې ترڅ کې چې  دمساعدو امنيتي شرايطو په پام  کې نيولوسره دغه ولسوالۍ يې دپرمختيايي پروژو دتطبيق   دښه مرکز په توګه وباله ، دڅښاک دروغتيايي اوبو کمښت او داستنادي ديوالونو نشتوالى يې ددغې ولسوالۍ دخلکو  ستونزې وبللې .
ده په څلورنيم کيلومتره سړک کريړ اچول  چې نهرين دبورکې له ولسوالۍ سره نښلوي  يوه مهمه پروژه وبلله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته