ټولنه

د قندهار له سيلاو ځپلو سره د مرستې بهير پيل شو

کابل/ باختر/ د کب د مياشتې ۱۵مه
په قندهار ولايت کې پرون له سيلاو ځپلو سره د مرستو بهير پيل شو .
په نوي اقدام کې پرون په نږدې ۳۰۰ مصيبت ځپلو کورنيو سره په قندهار ښار کې خوراکي توکي وويشل شول .
د قندهار د والي مرستيال عبدالحنان منيب باختر آژانس ته وويل چې د قندهار په مرکز او ولسواليو کې له سيلاو ځپلو سره د مرستې بهير دوام لري.
ده وويل: ټاکل شوې ده له ټولوسيلاو ځپلو کورنيو سره دمرستندويو بنسټونو له خوا مرسته وشي.
تر اوسه پورې د قندهار په بېلابېلو سيموکې د څه ناڅه زرو مصيبت ځپلو کورنيو سره مرستې شوې دي، خو د کور نشتوالي د دغو کورنيو له مهمو ستونزو څخه دي. په قندهارکې د سيلاونو د راوتلو له امله ۱۲ تنه ووژل شول او ۱۸ تنه نور يې ټپيان شول .
ختم_ ج-اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته