ټولنه

د ښځو نړیواله ورځ نن په خوست ولایت کې د یولړ مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.

کابل باختر د کب اوولسمه
په هغې غونډه چې د خوست ولایت په دولتي میلمستون کې جوړه شوې وه د ولایت والي سربېره ، دولایتي شورا ښځینه وکیلانو، او ددې ولایت سل ګونو ښځو پکې برخه درلوده.
باخترآژانس ته په رارسيدلې خبرکې ويل شوي دي
غونډې ته دخوست ولايت دښځود چارو ريئسي ملالۍ ولي وویل چې د ښځو دغه ورځ په نمایشي ډول لمانځل کیږي ، دولت ته په کار دى په عملي ډول سره ښځو ته د کار زمینه برابره او ښځو ته خاص ځای په دولت کې ورکړى شي .
ولي له ملا امامانو ،مدني ټولنو او رسنیو څخه وغوښتل چې د ښځو د حقوقو لپاره عامه پوی وکړي تر څو په ټولنه کې د تاوتریخوالي مخه تر ډیره نیول شوي وي .
ولي وویل چې په خوست ولایت کې له ښخو سره د تاوتریخوالي په برځه کې د پام وړ کموالی راغلی دى ، تیر کال د تاوتریخوالي  پنځه اویا پیښې ثبتې شوي وې ، چې سږ کال تر دې مهاله د تاوتریخوالي ۴۱ پیښې ثبتې شوي دي . ولي همداشان له دولت او موسیسو څخه وغوښتل چې د مرکز پرځای د لرې پرتو ولسوالیو ته خپل پروګرامونه وغځوي چې د ښخو لپاره د تعليم،خرفوي زده کړو او نورې پروژې چې له ښځو سره په تاوتریخوالي او اقتصادي برخه کې کومک کوي پلي کړي .   
دخوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي له دولت څخه وغوښتل چې د ښځو د ټولنیز ژوند د پرمختګ او حقوقو لپاره باید یو قانون تصویت شي تر څو د ښځو  لپاره د کار زمینه برابره شي . ده داسلام مبارک دین له نظره د ښځو ونډې ته په اشارې وویل چې د ښځوپه اړه په قرانکریم کې ځانګړې سورتونه نازل شوې او په اسلام کې هم د ښځو فزیکي وړتیا ته کتو په نارینه وو سره په مساوي حقوق ورکړي دي .
ده همداشان د لرې پرتو ښځو د اقتصادي ودې لپاره چیرته چې هغوۍ دسیمه يیزو دودونو له امله نشې کولای تر کوره بهر په اغیزمنو پروګرامونونو کې برخه واخلي او      ښځې دخپلو حقونو په اړه پوهاوی ولري، د پروګرامونو د جوړیدو غوښتنه وکړه .
وروسته په وار سره ، په خوست ولایت کې فعالو میرمنو دښځو دنړیوالې ورځې په مناسبت او په ټولنه کې د دوۍ د ونډې  په اړه هر اړخیزه خبرې وکړې خو ددې سره سره یې له ښځوڅخه وغوښتل چې د ویناوو پرځای خپلو چارو ته دعمل جامه ورواغوندي ، دوى له حکومت او نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې دهغو ښځو ژوند د ښه والي لپاره داسې پروګرامونه طرحه کړي چې هغه ښځې چې په کلیو او بانډو کې ژوندکوي وکولاى شي چې خپلو کورنیو ته یوه مړۍ حلاله ډوډۍ پیدا کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته