ښوونه او روزنه

دکانکور ازمويني ممتاز زدکوونکي وستايل شول.

کابل باختر د وري  پنځلسمه

  داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين نن دهغو زده کوونکو دستايني په غونډه کې چې دکانکور په ازموينه کې يي  لوړي نمري  اخستي دي ګډون وکړ .

 دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې دغه غونډه دکابل دخلکو  دسراسري شورا  او د قيس رابين  قرضي  او طلوع  نوين  درياضي علومو  دروزني دمرکزونو له خوا جوړه شوې  وه .

 دغوندې په پيل کې  داطلاعاتو او فرهنګ وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين په دې ترڅ کې چې هغو ځوانانو  ته يي مبارکي وويله چې دکانکور په ازموينه کې  يې لوړي  نمري ګتلي دي  او زياته يي کړه دنجونو اوهلکانو په ګډون دهر ځوان برياليتوب  ته يواځي ددوي دزحمتونوحاصل دي بلکي  ددوي دميندو ، پلرونو او استادانو دزيار حاصل هم دي .

 ډاکتر رهين وويل دتاسو  په شان ځوانان زموږ د ملت دنيکمرغه  راتلونکي  زيري دي اوزموږ ملت ځلانده راتلونکي  ستاسو  په وچلو کې ويني او تاسي په دغه هيواد کې دژوند بدلونکي ياست .

 وروسته دکابل ښار دپوهنې رييس ، دکابل پوهنتون استاد ډاکتر عصمت الله اللهي او دچارو داداري داړيکو رييس حشمت الله هاشمي  خبري وکړې په دي ترڅ کې يي چې دغو زده کوونکو ته مبارکي وويله هغوي خپلو راتلونکو مسووليتونو ته ځير کړل اوزياته يي  کړه افغانستان برخليک  او راتلونکي  دځوانانو په  لاس  کې دي او  هغوي بايد دعلم او پوهي دزده کړي په لاره کې زياتي هلې ځلې وکړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته