سیاست

د رييسانو کميټې د مشرانو جرګې د غونډو اجندا وټاکله

کابل – باختر د تلې دمياشتې يوولسمه
د مشرانو جرګې د لومړي نايب محمد علم ايزديار په مشرۍ د مشرانو جرګې د رييسانو د کميټې په غونډه کې د عمومي غونډو د اجندا د ټاکنې او د کميسونونو د کاري چارو د سمون په باب پريکړه وشوه.
د مشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د کميټې په غونډه کې پريکړه وشوه چې د يکشنبې د ورځې په غونډه کې د ټاکل شوي پروګرام له مخې، د ملي امنيت د شورا سلاکار، د ملي دفاع وزارت سرپرست، د کورنيوچارو وزير او د ملي امنيت رييس دې د امنيتي حالت او په تېره بيا د کندز، ننګرهار، بغلان، تخار، فارياب، بدخشان او د هلمند د ولايتونو د اوسنيو حالاتو په باب د سناتورانو پوښتنو ته مشخص ځوابونه وړاندې کړي او د همدې اوونۍ د سه شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې د پيسو د سپينولو د مخنيوي او له جرمونو څخه د ترلاسه شويو د قانون د ځينو مادو د تعديل او حذف طرحه د خبرو په مقصد غونډې ته وړاندې شي او دغه راز د کاپيسا ولايت په باب رپوټ دې په همدې ورځ د سناتور مولوي غلام محى الدين له خوا عمومي غونډې ته وړاندې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته